په سرګودھا پوهنتون كښې په صحافتی اخلاقیات کمیونټی انګیجمنټ سیشن ٬ د ايم ډي اے پي پي عاصم كھچي د خاص ميلمه په حېث ګډون

image

سرګودھا۔8نومبر(اے پی پی) د یونیورسټی آف سرګودھا کمیونیکېشن اېنډ مېډیا اسټډیز څانګې په صحافتي احلاقيات د يو بشپړ کمیونټی انګیجمنټ سیشن تابيا وكړه په كوم كښې چې اېم ډي (اے پي پي) عاصم کھچی د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ دا دستوره د پوهنتون په کمیونېکېشن اېنډ میډیا اسټډیز آډیټوریم كښې وشوه په كومه كښې چې د سرګودھا ډویژن د ټي وي او ورځپانو خبريالانو سره سره د میډیا اسټډیز زده كوؤنكې هم موجود وو۔ ورکنګ خبريالانو او میډیا اسټوډنټس ته خطاب كښې عاصم كهچي د معروضي ، بې پرې او په حقائق د اډانه صحافت په اهميت زور راوړو۔ ده د تفتيشي صحافت ضرورت رامخې ته كرو او ګډون كوؤنكو ته يۍ عصري صحافت لپاره د 21 مې پېړۍ د ضروري مهارتونو زده كولو ترغيب وركړو۔ ده په دې مېدان كښې مصنوعي زېركتيا ٬ ډېټا جرنلزم ٬ بصري كيسۍ اورول او په پېش ګويۍ اډانه صحافت د عصري صحافتي مهارتونو مهمه برخه وګرځوله۔ په دې مهال د پوښتنو او ځواب وركولو سېشن وشو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې عاصم کھچی د معلاماتو د نېغ په نېغه ذريعو د لارې تصديق كولو په اهميت زور راوړو دغسې چې د خبرونو درست كېدل باوري كړې شي۔ ده ووئيل حكومت ، صحافتی تنظیمیونه او میډیا کونسلز هم فېك نيوز په ګوته كوي او د دې د مقابلې كولو تربيه وركوي۔ د كميونيكېشن اېنډميډيا اسټډيز څانګې چيئرمېن ډاکټر مدثر حسین شاہ د یونیورسټی آف سرګودھا او اے پی پی ترمينځه د خبريالانو د كار استعداد زياتولو له د دوه اړخيزه مرستې اعلان وكړو۔ ده ووئيل دا د پوهنتون د وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر قېصر عباس وژن دے چې د سرکاري او غیر سرکاري ادارو په مرسته دې خبريالانو ته د مصنوعي زېركتيا ، ډېټا جرنلزم، بصری ایډیټنګ، د موادو تخلیق او د سوشل میډیا پروډکشن تربيه وركړې شي دغسې چې لرې پرتو سيمو كښې كار كوؤنكي خبريالان خپل پېشه ور او مالي حالات ښه كړې شي۔ دې څخه وړاندې د پرانستې خبرو كښې اسسټنټ پروفېسر نعمان یاسر کمیونټی انګېجمنټ يو په زړه پورې عمل وګرځولو او دا يۍ د انډسټری او اکېډمیه ترمينځه داسې تړون وښودلو كوم څخه چې دواړه فريقېن استفاده كولې شي۔ د دستورې نظامت اسسټنټ پروفېسر ډاکټر عبدالرحمن قېصر وكړو ٬ په دې مهال د ټي وي او ورځپاڼو ګڼ شمېر خبريالان موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں