امنيتي ځواكونو په بنوں كښې د د ترهه ګرو بريد ناکامه كړو ، 6 ترهه ګر ووژل شول،12 امنيتي اهلکار شهیدان شول۔آئي اېس پي آر

image

پينډۍ 20 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په بنوں كښې د ترهه ګرو بريد ناکامه كړے، امنيتي ځواكونو ځوابي کارروائی كولو سره 6 ترهه ګر وژلي ٬ دغسې د چاؤديدونكو توكو په چاؤدلو 12 امنيتي اهلکار شهیدان شوي دي ۔آئی اېس پی آر له مخې په 19 نومبر 2024 خوارج د بنوں ملي خیل سيمه كښې په شريك چیك پوسټ د بريد هڅه وكړه ۔په يو بل ډزو كښې 6 خوارج ووژل شول ۔ امنيتي ځواكونو د بريد كوونكو د اړخه پوسټ ته د داخليدو هڅه ناکامه كړه او دغې نه پس خوارجو د چاؤديدونكو توكو ډك ګاډې د پوسټ دیوال سره ټكر كړو چې په نتيجه كښې ئې د ديوال يوه برخه راپريوتله او ودانۍ ته زيان ورسيد۔په پېښه كښې 12 امنيتي اهلكار شهيدان شوي ، چې پكښې د امنيتي ځواكونو 10 او د فرنټیئر کانسټیبلري 2 اهلکار شامل دي۔آئی اېس پی آر ووئيل سيمه كښې کلیئرنس آپریشن روان دے او په دې پېښه كښې ككړ كسان به قانون سره مخ كولې شي۔د پاکستان امنيتي ځواكونه او قانون نافذ کوونكي ادارې د ترهه ګرۍ ناسور ختمولو له لوظي دي۔زمونږ د مېړنو ځوانانو دې قربانو سره زمونږ عزم لا قوي كېږي ۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں