وزیراعظم محمد شهباز شریف ضلع کرم كښې د بے ګناه وګړو پشمول د ميرمنو او ماشومانو په ډله د شرخوښو د بريد غندنه وكړه

image

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف ضلع کرم كښې د بے ګناه وګړو پشمول د ميرمنو او ماشومانو په ډله د شرخوښو د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي هېواد دښمنه عناصر د هېواد امن تباہ کولو ټولې ناوړه هڅي به شنډولې شي،د بے ګناه وګړو په قافله بريد د حیوانیت مترادف دے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف په بريد كښې د ميرمنو او ماشومانو پشمول په حق رسيدلو 33 كسانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا وكړه۔ وزیراعظم په بريد كښې ژوبل كسانو له د ښو طبي آسانيو وركولو سپارښتنه وكړه۔ وزیراعظم بريد كوونكې په ګوته كولو سره هغوي له د سزا وركولو هم سپارښتنه وكړه۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل د هېواد د امن دښمنانو په بے ګناه وګړو بريد كړے كوم چې د حیوانیت مترادف دے۔ وزیراعظم ووئيل د هېواد دښمنه عناصرو د هېواد امن تباہ کولو ټولي هڅي به شنډولې شي۔ وزیراعظم ووئيل پېښه كښې ككړ شر خوشي عناصر په ګوته كولو سره به هغوي له مثالی سزا وركولې شي، تخریب کار دې ډول ناوړه کارروائیو سره د بهادر پاکستاني قام حوصلې كمزوري كولې نشي۔وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل شر خوښي عناصر كوم چې د بے ګناه وګړو وينه بهيوي،هغوي د مسلمان خو څه چې د انسان وئيلو هم جوګه نه دي۔

مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں