د وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د خپل ملګري غلام مجتبی د پلار په جنازه كښې ګډون ٬ د حضرت مياں مير په مزار فاتحه خواني

image

لاهور۔2دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د نزدے ملګري غلام مجتبی پلار پروفسېر طارق محمود له لنډې ناروغتيا وروستو په لاهور كښې په حق ورسېد٬ د ارواښاد د جنازې لمونځ د حضرت مياں مير دربار په احاطه كښې وكړې شو په كوم كښې چې وفاقي وزير عطاﺀ تارړ٬ ليګي لارښودو او ګڼ شمېر عامو وګړو ګډون وكړو۔ وفاقی وزیر د صوفی بزرګ حضرت میاں میر (رح) په دربار فاتحه خواني وكړه او په مزار يۍ څادر خپور كړو۔ په دې موقعه ميډيا سره خپلو غېر رسمي خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف حكومت شپه او ورځ اولس ته د ريليف وركولو هڅې كوي٬ يو ګوند په هېواد كښې د ګډوډي رامخې ته كولو ناكامه هڅه كوي۔ ده ووئيل د حكومت په هڅو ګرانۍ كښې ريكارډ كمې رامخې ته شوې دې۔ ده ووئيل د پی آئی اے اروپائي روټ يو وارې بيا پرانستل كېدو سره به نه يوازې دا چې اولس ته ريليف ترلاسه شي بلكې قامي خزانې ته به هم ګټه ورسي۔ ده ووئيل د تحريك انصاف لخوا هېواد ته په سياسي ٬ سماجي او سفارتي محاذ نه ترسره كېدونكے زيان ورسولے شو ولې بياهم وزيراعظم شهباز شريف او د هغه ډله هېواد پرمختګ پلو بوتللو له ډېره خواري كوي او هم ددې په نتيجه كښی به كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان ډېر زره خپل لا لاسه وركړې مقام يو وارې بيا ترلاسه كړي

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں