سینیټر عرفان صدیقی په سېنېټ كښې د حكومتي وزيرانو په غير موجودګۍ د افسوس څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي)د حکومتي وزيرانو غير موجودګۍ د پارلیماني نظام د وقار او قواعد واضحه خلاف ورزي ده۔سېنېټ كښې د حکومتی وزيرانو په غير موجودګۍ سینیټر عرفان صدیقی په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې ايوان كښې كوم هم وزير نشته او د قواعد له مخې د پام راګرځوني نوټس ځواب نه شي وركړے كيدے۔ده ووئيل څه چې مناسب وي ، هغسې پريكړه دې وكړې شي۔په دې موقع سینیټر شیري رحمن ووئيل د مذهبي چارو وزير ایوان كښې موجود ؤ خو د پوښتنو ځوابونه وركولو له چمتو نه ؤ ،دا رويه ایوان كښې د عوامي نمائندګۍ اصولو او د حکومتي ذمه وارو په ضد ده۔ده ووئيل حکومت كورني نظم و نسق او پارلیمانی چارو په اړه بې غوري كوي دې پلو پام لرني كولو ته اړتيا ده دغسې چې د ايوان کارروائی متاثره نه شي او د جمهوري عمل شفافیت په ځاے پاتي شي۔

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں