اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي سپورټس دې په سياست او سياست دې په لوبو كښې شامل نه كړے شي ٬ پاكستان د لوبو په مېدان كښې په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كړي٬ كال 2025 د زېرو او سياسي استحكام كال دے ٬ اړان پاكستان يو وژن دے ٬ مونږ له به د اړان پاكستان پروګرام د لارې د شاهين په څير ټېك آف كول وي٬ كه پاكستان وي نو مونږ به ټول يوو ٬ اوس سياسي مخالفين هم د پاكستان د معاشي استحكام اعتراف كوي٬ سياستمداران به خپلو كښې خبرې اترې كوي ٬ د خبرو د لارې د ټولو مسئلو حل ممكن دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په شاليمار كركټ ګراؤنډ كښې د ميډيا كركټ ليګ 2025ﺀ پرانستې په موقع ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر د جنګ میډیا ګروپ په شمول د ټولو سپانسرز او په كركټ ليګ كښې ګډون كوؤنكو ټولو لوبډلو له مباركي وركولو سره د لوبو مثبت فعاليتونو ته د لا ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ وفاقی وزیر ووئيل جنګ ميډيا ګروپ د داسې ايونټس په كولو كښې تل مهم كردار ترسره كړے٬ په كركټ ليګ كښې د ټي وي چېنلز زياتره لوبډلې شاملې دي۔ ده ووئيل شاليمار كركټ ګراؤنډ د كركټ يو ښكلے مېدان دے چرته چې مينه والو ته د غوره لوبې ليدلو موقعې ترلاسه كيږي۔ ده په ميډيا كركټ ليګ كښې شاملو ټولو لوبډلو له د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت به د ونرز او رنر اپ لوبډلو ډاډګيرنه كوي۔ ده ووئيل په نړيواله كچه هم پاكستان زياتې كاميابۍ ترلاسه كړې دي ، چیمپئنز ټرافی هم پاكستان ته راروانه ده كوم چې په پاكستان كښې يو لوے ايونټ دے او په كوم چې ټول قام ډېر خوشحاله دے۔ ده ووئيل محسن نقوي د وزيراعظم په مشرۍ كښې ښه كار كوي٬ د پي سي بي د چيئرمېن په حېث هغه په زړه پورې انتظامات كړي٬ د قذافي سټيډيم بيا جوړولو له شپه او ورځ كار كوؤ ٬ د لوبو نور مېدانونه هم په آسانيو سنګارولې شي۔ ده ووئيل د شنګھائی مرستې تنظيم غونډه كاميابۍ سره كول دا خبره په ډاګه كوي چې مونږ لويې ايونټس هم آرګنائز كولې شوو۔ ده ووئيل د آئی سی سی چېمپئنز ټرافۍ په پاكستان كښې كېدو سره به د پاكستان تشخص لا ښه شي ٬ كومې لوبډلې چې پاكستان ته راځي د هغوي مېلمستيا لپاره محسن نقوي بشپړ چمتوالے نيولے دے۔ ده ووئيل كال 2025ﺀ د زېرو كال دے ٬ مونږ معاشي استحكام ترلاسه كوؤ٬ ګراني مخ په كمېدو ده ٬ سټاك اېكسچېنج ورځ په ورځ ښه والي پلو روان دے٬ سټاک اېکسچېنج د يو لك 17 زره تاريخي حد څخه اوړېدلے دے٬ ترسيلات زر پاكستان ته راروان دي۔ ده ووئيل په اړان پاكستان منصوبه كښې لوبې هم شاملې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په چیمپئنز ټرافی كښې د لوبډلو پاكستان ته راتللو سره به په پاكستان كښې سپورټس او كركټ لا ښه شي۔ ديوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل سپورټس مېن سپرټ بايد هر ځاے او په هره يوه څانګه كښې وي۔ ده ووئيل د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښې په انټرنېټ كښې تكنيكي مسئلې رامخې ته كيږي خو دلته نظام زيات ښه دے۔ ده ووئيل د ثبوت نه ځانله د وي پي اېن په اړه پروپېګنډا وكړې شوه۔ ده ووئيل دلته چې كوم پېكجز دي هغه د نړۍ په كوم هم هېواد كښې نشته۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل لوبه او سياست دې يو بل سر ګډ نه كړې شي٬ په هېواد كښې بايد په زړه پورې چاپېريال وي٬ ټكونه دې وكړې شي خو د هېواد تشخص ته دې زيان ونه رسولې شي٬ دې سره زيان د ټولو كيږي۔ ده ووئېل اوس خو د پي ټي آئي چيئرمېن هم وئيلي چې معيشت مستحكم كېدو پلو روان دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل سياسي استحكام زيات ضروري دے٬ سياستمداران يو بل سره خبرې كوي او دا لړۍ به دغسې روانه وي۔ ده ووئيل مذاکراتی كېمټۍ يو بل سره خبرې كوي٬ تر دې دمه خبرې اترې په مثبت ډول روانې دي۔ د يوې بلې پوښتتنې په ځواب كښې ده ووئيل په رېډيو پاكستان كښې اصلاحات كولې شي٬ په پي ټي وي كښې ري وېمپنګ شوے٬ په دې كښې پرائیوېټ سېكټر څخه اېنكرز راوستلې شوي ۔ ده ووئيل مونږ هڅه كړې چې په پي ټي وي ټولو ته سپېس وركړے شي۔ ده ووئيل په رېډيو پاكستان كښې به اصلاحات كولې شي او كمنټرۍ ته به خصوصي پاملرنه كولې شي۔