وزيراعظم محمد شهباز شريف د قومي اسمبلۍ سپيکر په تجويز د حکومتي اتحاد په غړو مشتمل مذاکراتي کمېټي جوړه كړه

image

لاهور 22 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قومي اسمبلۍ سپيکر په تجويز د حکومتي اتحاد په غړو مشتمل مذاکراتي کمېټي جوړه كړې ده۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې کمېټۍ كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار، رانا ثنا الله خان،سينټر عرفان صديقي شامل دي۔په کمېټۍ كښې به راجه پرويز اشرف، نويد قمر، ډاکټر خالد مقبول صديقي، عليم خان او چوهدري سالك حسېن هم شامل وي۔تيره شپه د تحريك انصاف چيئرمېن بيرسټر ګوهر د قومي اسمبلۍ سپيكر سره مذاکراتو لپاره د خپل كردار ترسره كولو استدعا کړې وه،بيرسټر ګوهر د تحريك انصاف سره د مذاکراتو په وړانديز زور راوړې ؤ۔وزيراعظم شهباز شريف د قومي اسمبلۍ سپيکر تجويز منلو سره د حکومتي اتحاد مذاکراتي کمېټي جوړه كړې ده۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د هېواد سلامتيا او قومي ګټي به مقدم ساتلے شي،كه پاکستان وي نو مونږ به يو، د قومي اسمبلۍ سپيكر هڅي ستائيو۔

مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں