د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې دې كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركړې شي،نړيواله ورورولي دې د كشميريانو بنيادي حقونو بحالۍ لپاره كردار ترسره كړي۔جان كمال خان

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جان كمال خان وئيلي دي د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې دې كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركړې شي،نړيواله ورورولي دې د كشميريانو بنيادي حقونو بحالۍ لپاره كردار ترسره كړي،پاكستان به د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو بشپړه حمايت روان ساتي۔د كشميريانو د خپلواكۍ حق ورځ په موقع د اتوار په ورځ په 5 جنوري په خپل پيغام كښې د تجارت وفاقي وزير جان كمال خان ووئيل د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې دې كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركړې شي،هند په 5 اګست 2019 غير قانوني اقدامات سره د نړيوال قوانين خلاف ورزي كړي،پاكستان به د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو بشپړه حمايت روان ساتي، نړيواله ورورولي دې د كشميريانو بنيادي حقونو بحالۍ لپاره كردار ترسره كړي۔ده ووئيل جموں او كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ دې په سمدستي توګه بندي كړې شي،د 7 لسيززو راهسې كشميريان د خپلواكۍ حق څخه محروم دي۔ وفاقي وزير ووئيل هند د كشميريانو د آزادۍ ھلو ځلو زورولو لپاره غير قانوني هتھكنډے خپلوي۔ جام كمال خان د كشميريانو سره د بشپړه اخلاقي، سياسي او سفارتي حمايت پخلي كولو سره د نړآوالي ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل درآمد باوري كړي۔

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں