اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې آل پارټيز کنفرنس كښې ټولو ګډون كوونكو سره د ډاډ وړ خبرې وشوې٬ قرارداد هم په اتفاق سره منظور كړې شوېدے۔ د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د ټول ګونديز كنفرنس په پايه كښې خبريالانو سره په خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف ووېيل ډېر ښه كنفرنس ٶ٬ مظلوم فلسطينيانو لپاره ښه تجويزونه رامخې ته شوي۔ ده ووئيل په سمدستي توګه جنګ بندۍ لپاره به هڅې كوٶ او اسلامي هېوادونه سره به هم رابطې ساتو