د پاکستان او کرغزستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتولو ته اړتيا ده ۔ صدر آصف علي زرداري

image

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او کرغزستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي دوه اړخيزه تجارت د قدر وړ مصنوعات او تنوع سره زياتيدے شي،د کرغزستان سره بېلو څانګو كښې د مرستي زياتولو خوښي لرو۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې دا خبره صدر مملکت آصف علي زرداري د کرغزستان د وزيرانو کابينې چيئرمېن ژاپاروف اکيل بيك سره د ملاقات په مهال وكړه چا چې صدر مملکت سره د نهې په ورځ ملاقات وکړؤ۔ صدر مملکت ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت زياتولو ته اړتيا ده، دوه اړخيزه تجارت د قدر وړ مصنوعات او تنوع سره زياتيدے شي۔ صدر مملکت ووئيل کرغزستان د کراچۍ او ګوادر بندر ځاے څخه استفادہ کولې شي۔ده ووئيل کرغزستان سره په ټولو څانګو كښې شريكي مرستي زياتولو له خوښي لرو۔ صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل د سلامتي کونسل په غير مستقل سيټ د پاکستان کامياب انتخاب كښې د کرغزستان د ملاتړ مننه كوو۔ملاقات كښې د کرغزستان د كابينې وزيرانو چيئرمېن ژاپاروف اکيل بيك ووئيل ملګرو هېوادونو سره تجات ته ودې وركولو ته پام لرنه كوو، کرغزستان د معيشت ، کاروبار او ټيکنالوجي په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي زياتولو له خوښي لري۔ژاپاروف اکيل بيك ووئيل کرغزستان معاشي پرمختګ كښې تعميراتي او د ټيکسټائل څانګو كښې افرادي قوت لپاره لويې موقعې لري۔ده ووئيل د کرغزستان وګړو لپاره د پاکستان ويزے جاري كولو په عمل آسانولو مننه كوو۔

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں