د قانون ٬ انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې د اعلٰی پاې غونډه٬د معافۍ پالېسو او د نشه اي توكو د مخ نيوي ايكټ 1997 له مخې د ضمانت نه كېدونكو جرائمو جائزه واخستلې شوه

image

اسلام آباد 13 نومبر(اے پی پی)د قانون او انصاف او د بشري حقونو وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د يوې اعلٰی كچ غونډې مشري كړې چې مقصد يې د معافۍ پالېسو او نشه اي توكو د مخ نيوي ايكټ 1997 له مخې د ضمانت نه كېدونكو جرائمو جاج اخستل وو۔په غونډه كښې صوبائي اے آئي جيز جيل خانه جات ٬د بشري حقونو وفاقي سېكرټري او د نشه اي توكو مخ نيوي فورس استازو پشمول نورو سينئر عهديدارو ګډون وكړو۔د شورو په ورځ د بشري حقونو وزارت لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې د غونډې بنيادي مقصد خاص بنديوانو ته د خاص معافۍ وركولو امكانات جاج اخستل وو چې پكښې اولسي خېرښېګړې٬انصاف او د بنديوانو د بحالۍ ترمينځه توازن په ځاے ساتلو زور راوړلے شو۔وفاقي وزير د اصلاحي نطقه نظر خپلولو په اهميت زو راوړو كوم چې د بنديوانو بحالي باوري كولو سره د ځپلو د حقونو تحفظ او د كميونټۍ حفاظت په ځاے ساتي۔ګډون كوونكو د بخښنې مجوزه لارښونې اصولو جاج واغست ٬ دغسې چې دا باوري كړی شي جې يو متوازن تګلارې خپلولو سره كومې څخه چې د بحالۍ ضرورتونه او د ځپلو حقونه په نظر كښې وساتلې شي۔وفاقي وزير زور راوړو چې د بخښنې پالېسي انصاف او د بنديوانو بحالۍ موقعو ترمينځه دې توازن وساتلے شي۔دا پالېسي حقيقي اصلاح ته ودې وركولو لپاره دې ډيزائن كړې شي او د انصاف او ټولنې د تحفظ اصول دې باوري كړي شي۔

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں