پينډۍ 01 دسمبر (اے پي پي) سیکیورټی فورسز په خېبر پښتونخوا كښې د 29 نومبر نه تر 01 دسمبر دوه بېلو كاروائیو په مهال 8 خوارج ترهه ګر وژلې او 9 ژوبل كړي دغسې يو کیپټن او يو سپاهی شهيدان شوي۔د اتوار په ورځ د آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوې بيان له مخې سیکیورټی فورسز د خوارج ترهه كرو د موجودګۍ په اطلاع ترلاسه كيدو د بنوں بکا خیل سيمه كښې په انټیلی جنس اډانه عمليات وكړل ،سیکیورټی فورسز كوټلي کارروائی کولو سره 5 خوارج ترهه ګر ووژل دغسې 9 خوارج ژوبل شوي په دې مهال سپاهی افتخار حسین (عمر 29 كاله، د ضلع جھنګ اوسيدونكې) بهادرۍ سره جنګيدو سره شهيد شوے۔ بیان كښې وئيلي شوې چې د ضلع خېبر په شګئی سيمه كښې د عملياتو په مهال سیکیورټی فورسز 3 خوارج ترهه ګر وژلې دغسې په دې مهال 2 ترهه ګر نيولې شوي۔په يو بل ډزو كولو سره کیپټن محمد زوهیب الدین (عمر 25 كاله،د ضلع لاهور اوسيدونكې) چا چې د عملياتو مشري كوله بهادرۍ سره جنګيدو سره شهيد شوے۔دغه خوارج د سیکیورټی فورسز سره سره د بے ګناه وګړو په ضد ګنو کارروائیو كښې ككړ وو۔ بیان كښې وئيلي شوې چې سيمه كښې د كوم هم نورو خوارجی ختمولو لپاره سینیټائزیشن عمليات روان دي ۔ سیکیورټی فورسز د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره لوظي دي او زمونږ د بهادر ځوانانو دا ډول قربانۍ زمونږ عزم لا قوي كوي۔