اقتصادي اشارو كښې د ښه والي څخه د معاشي استحكام عكاسي كېږي٬ګرانۍ او خسارو كښې كمے راغلے ۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب د امريكې سرمايه كارو پلاوي سره خبرې

image

اسلام آباد 11 دسمبر(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب وئېلي دي د هېواد اقتصادي اشارو كښې د ښه والي څخه د معاشي استحكام عكاسي كېږي٬ګرانۍ او خسارو كښې كمے راغلے٬بيلو څانګو كښې د اصلاحات عمل روان دے۔ده دا خبره د شورو په ورځ په امريكا كښې مېشته غېر ملكي سرمايه كارو٬كاروباري او پيشه وره كسانو پشمول د يو اعلٰی كچ پلاوي سره ملاقات كښې كړی۔پلاوې د جے ايس بينك سفير علي جهانګير صديقي جوړ كړے و او په دې كښې د بيلو څانګو كاروباري شخصيات٬ټېكنالوجي٬اكېډميا او د ماليات غوندې څانګو كاروباري پوهان او پيشه وره كسان شامل وو۔د پلاوي په مهمو غړو كښې د سيف ګراف چيف ايګزېكټو افيسر آورن هوفمين٬هكلائټ اينډ كمپنۍ كرسټن ايډورډز ماركو٬د ډي اي شا ګروپ مائيكل ليوي٬ريډ اے آئي ډاكټر جيف چانګ او نور شامل وو۔سفير علي جهانګير د خزانې وزير د پلاوي جوړېدو٬د دورې مقصد او بېلو شراكتدارو سره د ملاقاتونو نه خبر كړو۔په دې موقع د خزانې وزير صلاحكار خرم شهزاده او د فنانس ډويژن او اېف بي آر سينئر افسران هم موجود وو۔د خزانې وزير د پلاوي هركلے وكړو او هغه يې د هېواد اوسني معاشي پيشرفت نه خبر كړو ۔هغه د اوږدې مودې په چېلنجونو قابو موندلو كښې ترلاسه شوو مهمو كاميابو باندې رڼا واچوله۔د خزانې وزير ووئيل پاكستان په تاريخي توګه خسارو سره مخ شوے خو د برآمدات په سبب معيشت اوس مالي او كرنټ اكاؤنټ دواړو كښې ښه والي پلو روان دے۔د زرمبادلې پانګې د 12 ارب ډالر څخه زياتې شوې٬ګراني سنګل ډيجټ ته راغلې او پالېسي ريټ په سم پلو روان دے۔د خزانې وزير د اصلاحات په كوټلي ايجنډا رڼا واچوله چې پكښې نجكاري٬د رياستي ادارو تنظيم نو د وفاقي حكومت سائز كمولو او پنشن اصلاحات شامل دي۔د خزانې وزير پاكستان ته په پیښو دوو مهمو چېلنجونو يعني آبادۍ كښې په تندۍ سره زياتوالي او د موسمياتي بدلون ذكر كولو سره ووئيل آبادۍ كښې د زياتوالي شرح نه غذائي سلامتيا٬ماشومانو كښې غذائي كمي او د سكولونو څخه بهر ماشومانو پشان مسئلې رامخې ته كېږي۔موسمياتي بدلون سره دا مسئلې نورې زياتېږي٬په دې مسئلو قابو موندلو له مالي او تكنيكي مرستې ترلاسه كولو ته اړتيا ده۔د بريفنګ نه پس د پوښتنو او ځواب تفصيلي سېشن وشو۔د آئي ايم اېف په شرطونو او ډهانچه جاتي اصلاحات عملدرآمد په اړه د يوې پوښتنې په ځواب د خزانې وفاقي وزير ووئيل د اصلاحات په پروګرام عمل عملدرآمد له عزم او صلاحيت ته اړتيا ده٬كه مونږ عزم او رفتار په ځاے اوساتو او په سمه لاره روان پاتې شو نو مطلوبه نتيجې ترلاسه كولې شوو ۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده معاشي پرمختګ كښې د نجي څانګې په كردار زور راوړو۔پلاوي د معيشت مستحكم كولو په اړه د حكومت هڅې وستائېلې او د جدت٬سرمايه كارۍ او مالي شموليت په څير څانګو كښې د مرستې په موقعو يې خبرې وكړې

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں