د پاكستان او تاجكستان ترمينځه د تجارت پراخه موقعې شته٬ په دوه اړخيزه تجارت كښې پيښې ستونزې هوارول غواړؤ: اويس لغاري

image

اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) د توان وفاقي وزير (پاور ډویژن) سردار اوېس احمد خان لغاری وئيلي دي پاکستان تاجکستان سره د ملګرتيا خپلې اړيكې زياتول غواړي٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت پراخه موقعې شته٬ په دوه اړخيزه تجارت كښې پېښې ستونزې لرې كول غواړؤ۔ د پاكستان او تاجكستان شريك كمېشن دوه اړخيزه اړيكې مضبوطول او د شريكې خوښې مسئلې حل كول زيات اهميت لري۔ د شورو په ورځ د پاكستان او تاجكستان ترمينځه د شريك كمېشن 7 مې غونډې ته خطاب كښې ده ووئيل اقتصادی همكارۍ ته ودې وركولو او د صنعت ٬ تجارت ٬ كركيلې په شمول په نورو شريكو منصوبو كښې دوه اړخيزه مرسته لا پراخه كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل مونږ د 6 م شريك كمېشن غونډې په پرېكړو عملدرآمد باوري كول غواړؤ۔ د كمېشن غونډې كوربتوب د اقتصادي چارو وزارت وكړو۔ د پاكستان لخوا د توان وفاقي وزير اوېس لغاري او د تاجكستان لخوا د توان او آبي وسائلو وزير شوفاكر د غونډې مشري كوله۔ وفاقي وزیر اوېس لغاري ووئيل پاكستان او تاجكستان د ملګرتيا ژورې اړيكې لري٬ پاكستان تركيه څخه وروستو د نړۍ دويم هېواد ؤ كوم جې په ستمبر 1991 كښې د تاجكستان آزادي تسليم كړه۔ اولس لغاري ووئيل تاجكستان د منځنۍ آسيا ستره دروازه ده٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت زياتول پراخه امكانات لري۔ وفاقی وزیر ووئيل تجارتي حجم زياتولو له د پلان آف اېكشن جوړولو ته اړتيا ده۔ اوېس لغاري ووئيل فريقېنو د تاجکستان پاکستان ټرانزټ ټرېډ اېګریمنټ لاندې په ټرانزټ ټرېډ د شريكې رابطه كمېټۍ په جوړولو اتفاق كړے ۔ وفاقي وزير ووئيل کاسا 1000 د بجلۍ د پېداوار مهمه منصوبه ده۔ ده ووئيل دا منصوبه زر تر زره بشپړول غواړؤ۔ د منصوبې لاندې د توان په څانګه كښې شريكې ګټې باوري كېدې شي۔ اوېس لغاري ووئيل سېلګري او كلتور د هېوادونو ترمينځه تړون زياتولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د دوه اړخيزې سلېګرۍ موقعو ته وده وركولو له په سېلګرۍ د شريك وركنګ ګروپې پرانستې غونډه رابللې شوو۔ د توان وفاقي وزير اوېس لغاري ووئيل د پاكستان او تاجكستان ترمينځه په لوظنامو او د مفاهمت په يادښتونو لاس ليك سره به د دواړو هېودونو اړيكو ته يو نوے اړخ ترلاسه شي

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں