اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتو په مهال خېبر پښتونخوا، شمالي بلوچستان، ګلګت بلتستان، كشمير او خوا و شا غرئېزو سيمو كښې د باران او په غرونو د واوري امكان دے۔د موسميات محكمې له مخې د راروانو 24 ساعتو په مهال پنجاب او د خېبر پښتونخوا زياتره ميداني سيمو او بره سندھ كښې د سهار او شپې په وخت د لړي امكان دے۔د تيرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك دغسې په غرئيزو سيمو كښې زيات يخ ؤ ٬ پورته خېبر پښتونخوا، كشمير، ګلګت بلتستان، شمالي بلوچستان او مري كښې ځاے په ځاے باران شوے٬ پورته خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان كښې په ځيني ځايونو واوره هم پريوتې۔د زيارت په ورځ ريكارډ كړے شوي د كم نه كم درجه حرارت سكردو، ګوپس كښې منفي 9، لهه كښې منفي 8، استور كښې منفي 5، پاراچنار كښې منفي 4، بونجي، ګلګت او هنزه كښې منفي 3 ډګري سينټي ګريډ ريكارډ كړے شوے دے