د نجكارۍ وفاقي وزير عبدالعليم خان د لاهور پرېس كلب نوو ټاكلے شوو عهديدارو له مباركي وركړه

image

لاهور 30 دسمبر (اے پي پي) د نجكارۍ وفاقي وزير عبدالعليم خان د لاهور پرېس كلب نوو ټاكلے شوو عهديدارو له مباركي وركولو سره وئېلي دي د لاهور پرېس كلب كښې د ټاكنو تسلسل خوشبينه دے او د هېواد په صحافت كښې دې پرېس كلب ته يو مقام ترلاسه دے۔ده ووئيل د صوبائي سرښار لاهور خبريالې ورورولۍ عمر له د هېواد په حالاتو او پېښو اډانه خبرونه نشر كړي او د ذمه وارۍ ثبوت يې وركړے كوم چې د ستائنې وړ دے۔عبدالعليم خان ووئيل د لاهور پرېس كلب نوې كابينه به د خپلې ورورولۍ او اولسي ښېګړی لپاره هلې ځلې روانې اوساتي۔وفاقي وزير ووئيل هيله لرو چې نوې ټاكلې كابينه به د ارشد انصاري په مشرۍ كښې د صحافت څانګې لپاره په زړه پورې كار وكړي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں