د صدر مملكت په شمالي وزيرستان كښې د خوارجي ترهګرو په ضد په كامياب آپريشن كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پيرزوينې

image

اسلام آباد۔5 اکتوبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه كښې د خوارجي ترهګرو په ضد د كامياب آپرېشن په كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره د ترهګرو په ضد د جنګ كولو په مهال د ځان قرباني وركوؤنكو د پاك پوځ مېړنو ځوانانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د وطن د دفاع په خاطر په ستره قربانۍ وړاندې كولو د لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت په شمول د ټولو مېړنو ځوانانو هېواد سره د مينې جذبه وستائه۔ صدر مملکت د ترهګرو په ضد د كارروائيو روانو ساتلو قومي عزم هم ښكاره كړو۔ صدرمملکت د شهيد ځوانانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي كولو سره دوئي لپاره د صبر او زغم او شهيدانو له د بخښنې او لوړو درجو دعا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں