پاكستان د سيمه ايز ټرانس شپمنټ مركز جوړولو لپاره قوي شپنګ انډسټري ته ضرورت لري ۔وفاقي وزير جام كمال خان

image

اسلام آباد 28 اكتوبر(اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلي دي پاكستان د سيمه ايز ټرانس شپمنټ مركز جوړولو لپاره قوي شپنګ انډسټري ته ضرورت لري ٬د پاكستان شپ بريكنګ سيكټر نړيوال تجارت لپاره ګټه ور ثابتېدے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په خپل دفتر كښې د وائس اېډمرل احمد سعيد سره په ملاقات كښې كړی۔د تجارت وفاقي وزير ووئيل د شپنګ سيكټر پرمختګ څخه 70 څخه زياتې څانګې به مستفيد شي۔ده ووئيل پاكستان شپ بريكنګ سيكټر نړيوال تجارت لپاره ګټه ور ثابتدے شي۔حكومت د شپنګ سيكټر پرمختګ كښې مرستې له لوظي دے٬په ملاقات كښې وائس اېډمرل احمد سعيد ووئيل د پاكستان جغرافيائي چاپېريال د شپنګ مركز جوړېدو لپاره مثالي دے۔ده ووئيل شپنګ ته د باقاعده صنعت درجه وركول ضروري ده۔

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں