انجينئر امير مقام باكاخيل كښې د ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پیرزوئنې وړاندې كړی

image

اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سفيران وفاقي وزير انجينئر امير مقام بنو ضلع كښې باكاخيل سيمه كښې د ترهه ګرو په ضد عملياتو كښې د 8 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدو شوو امنيتي ځواكونو مېړنو ځوانانو كورنيو سره د زړه نه غمرازي ښكاره كړی۔د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې د كشمير وفاقي وزير د عملياتو په مهال د ترهه ګرو په ضد په نره جنګېدو كښې شهيدو شوو ميجر عاطف خليل٬لانس نائيك غضنفر عباس او نائيك آزاد الله ته د عقيدت پیرزئنې وړاندې كړې ۔ده د شهيدانو كورنيو سره د غمرازۍ او يووالي څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك ي او ٬قام د شهيدانو قربانۍ هېرولې نه شي۔

مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں