اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په سېنېټ كښې د اپوزېشن مشر په مشاورت سره بيرسټر علي ظفر د جوډيشل كمېشن ممبر تعينات كړے دے۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې سينيټر شبلي فراز د جوډېشل كمېشن آف پاكستان ممبر شپ څخه استعفٰی وركړې وه۔سېنېټر شبلي فراز د بيرسټر علي ظفر نامه د جوډېشل كمېشن غړي لپاره لېږلې وه۔سېنېټر بيرسټر علي ظفر جوډېشل كمېشن كښې به د اپوزېشن نمائندګي كوي۔