د كورنيو چارو وفاقي وزير د سعودي عرب په دوره رياض ته ورسيد

image

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سعودي عرب په دوره رياض ته ورسيد۔د سعودي د كورنيو چارو وزير مملكت ډاكټر خالد محمد عبدالله البتال او سعودي عرب كښې د پاكستان سفير احمد فاروق د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي هركلے وكړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د سعودي د كورنيو چارو وزير مملكت ډاكټر خالد محمد عبدالله البتال سره د شريكي خوښي په چارو او پاك سعودي په اړيكو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير 2034 فيفا كوربتوب سعودي عرب ته په ترلاسه كيدو د سعودي قيادت او اولس له مباركي وركړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير فټبال ورلډ كپ 2034 په اړه د سعودي عرب لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل سعودي عرب زمونږ تر ټولوز يات د باور وړ ملګرے اسلامي هېواد دے،هر پاكستانې په دې ملګرتيا فخر كوي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل سعودي عرب كښې عمر له زياته مينه ترلاسه شوي۔ده ووئيل د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان وژن 2030 د پرمختګ او سوكالۍ يو نوې تاريخ جوړ كړې۔په دې موقع د سعودي د كورنيو چارو وزير مملكت ووئيل پاكستان سره اړيكي مهمي ګڼي او د سعودي عرب دورې په مهال د مهمو ملاقاتونو په اړه شريكي اړيكي لا قوي كيدو په منتظر يو۔

مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں