اسلام آباد 07 جنوری (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب وئېلي دي د رائټ سائزنګ عمل په سپيځلتيا مخ په وړاندې روان دے٬هڅه ده چې د روان مالي كال تر اختتام به دا عمل بشپړ شي٬ 60 فيصد خالي ريګولر پوسټونه ختم يا ډائنګ پوسټونه ګرځولي شوي د كومو شمېره چې يو نيم لك ته نزدې جوړېږي٬وزيراعظم او كابينې د دې منظوري وركړې٬جنرل نان كورسسز(ميكنك٬ پلمبنګ او ګارډنر)پوسټونه آؤټ سروس كولې شي دغسې چې په كاركردګۍ كښې ښه والې راوستلې شي٬ کنټین جینسی پوسټونه كمولو لپاره به اقدامات كولې شي٬د خزانې وزارت به د ټولو حكومتي ادارو او محكمو كيش بيلنس نيغ په نيغه څارنه كوي٬په وړومبي پړاؤ كښې به د 6 وزارتونو ادارو شمېره 40 كولې شي٬دوهم پړاؤ كښې به 25 ادارې وائنډ اپ كولې شي٬د 20 ادارو حجم كم او 9 ادارې به يوز بل كښی ضم كولې شي۔د نهې په ورځ د پارليماني ټاسك فورس كنوينئر بلال اظهر كياني او نورو سينئر چارواكو سره پرېس كنفرنس كولو په مهال د خزانې وزير ووئيل په تېرو شپږ اوو مياشتو كښې د هېواد معيشت مستحكم كولو ته مونږ پام لرنه كړې٬د پاكستان معيشت په ښه حالت كښې دے٬زمونږ ټول اهداف درست پلو روان دې٬د پائيدار نمو لپاره يو بنياد اېښودے شوے٬هڅه ده چې د بوم اينډ بسټ سائيكل څخه مونږ ووځو٬اوس د برآمدات اډانه نمو پلو مونږ پام لرنه كوو۔د خزانې وزير ووئيل حكومت د نجي څانګې په مشرۍ كښې معيشت مخ په وړاندې بوتللو باندې باور لري٬د ډهانچه جاتي اصلاحاتو عمل روان دے۔د ټيكسيشن په نظام كار روان دے٬اېف بي آر كښې اينډ ټو اينډ ډيجيټلائزېشن او د ټېكنالوجي ټرانسفارمېشن عمل روان دے۔ ده وئېل په كسټم كښې فيس ليس انټرايكشن نظام لګېدلے ٬وزيراعظم به سبا د هغې پرانسته كوي۔د خزانې وزير ووئيل په سركاري اخراجات قابو موندلو لپاره په سنجيدګۍ سره د اقدامات لړۍ روانه ده٬د وفاقي حكومت په رائټ سائزنګ كار روان دے٬مونږ دې خبرې ته پام كوو چې مونږ حكومتي حجم او اخراجات څنګه كم كړو٬ جون 2024 كښې وزيراعظم رائټ سائزنګ كمېټي جوړه كړې وه٬په كمېټۍ كښې د مسلم ليګ(ن)او اتحادي ګوندونو غړو نه علاوه سينئر چارواكي هم شامل دي او نجي څانګې ته هم نمائندګي وركړی شوې٬ ده ووئېل د دې كمېټۍ ټي او آرز بنيادي مقصد دا دے چې په اخراجات كښې كمے راوستلے شي دغسې چې وسائل د ښه مقاصد لپاره استعمال شي٬كمېټي د ټولو وزارتونو او د ذيلي ادارو د افاديت جاج اخلي٬٬ د 43 وزارتونو او 400 ذيلي ادارو د كاركردګۍ مفصل جاج اخستلے كېږي٬د دې ادارو 900 ارب روپۍ اخراجات جوړېږي۔ده ووئيل د رائټ سائزنګ عمل د ډېرو پړاؤنو په بنياد مخ په وړاندې روان دے٬په وړومبي پړاؤ كښې 6 وزارتونه او تړلې ادارې رابللې شوي چې پكښې د كشمير چارو وزارت٬سيفران٬انفارمېشن٬ټېكنالوجي٬صنعت او پیداوار٬د قامي روغتيا او خذمت وزارت او كيډ شامل وو٬مونږ نه يوازې وزارتونه بلكې محكمې هم تفصيل سره اورېدلې٬يو يو وزارت سره څو څو ساعته مشاورت شوے او د دغې نه پس فيصله سازي شوې٬ ده ووئېل پريكړې وزيراعظم او كابينې ته وړاندې كولې شي او د وزيراعظم لارښودنه ترلاسه كولې شي٬په دې پريكړو اوس د عملدرآمد پړاؤ پیل شوے ۔د خزانې وزير ووئيل 60 فيصد خالي ريګولر پوسټونه ختم يا ډائنګ پوسټونه ګرځولې شوي د كومو شمېره چې يو نيم لك ته نزدې جوړېږي٬وزيراعظم او كابينې د دې منظوري وركړی٬ جنرل نان کور سروسز (مکینک، پلمبنګ او ګارډنر) پوسټونه آئوټ سورس كولې شي دغسې چې په كاركردګۍ كښې ښه والې راوستلې شي٬ کنټین جینسی پوسټونه كمولو لپاره اقدامات كولې شي٬د خزانې وزارت به د ټولو حكومتي ادارو او محكمو كيش بيلنس نيغ په نيغه څارنه كوي۔د خزانې وزير ووئيل وړومبي پړاؤ كښې به د 6 وزارتونو او ذيلي ادارو په اړه نن د نهې په ورځ يوه غونډه كېږي٬د كشمير چارو وزارت او سفيران ضم كولې شي او كيډ به ختمولې شي٬په وړومبي پړاؤ كښې به د 6 وزارتونو د 80 ادارو شمېره 40 كولې شي٬دوهم پړاؤ كښې به سائنس او ټېكنالوجي٬كامرس٬هاؤسنګ اينډ وركس او د قامي غذائي تحفظ او تحفيق وزارت 60 ادارو په اړه پريكړی كېږي ٬ 25 ادارې به وائنډ اپ كولې شي٬ د 20 ادارو حجم به كمولې شي او 9 ادارې به ضم كولې شي٬درېم پړاؤ كښې به د تعليم وفاقي وزارت٬ اطلاعات او د خپرونو وزارت٬ نیشنل هیریټیج اینډ کلچر٬ د خزانې او پاور وزارت شامل دي۔دې ادارو سره هم خبرې شوي٬د رائټ سائزنګ كار د روان مالي كال تر آخر به بشپړ كړی شي۔ده ووئيل كه چرې آئي ايم اېف د پاكستان لپاره يو داسې بنچ مارك مقرر كوي كوم چې د هېواد لپاره ښه وي نو مونږ له په دې عملدرآمد پكار دے ځكه چې هم دا د هېواد په ګټه وي۔ده ووئيل مونږ د وفاقي حكومت حجم كمول غواړو٬د دې اقداماتو په نتيجه كښې به په بجټ ښه اثرات مرتب شي٬ ده ووئېل زمونږ د قرضونو په ادائيګۍ كښې ښه والے راغلے٬وړومبي ځل په پنشن اصلاحات عملدرآمد شوے كوم څخه به چې پرله پسې ښه والے راشي۔د خزانې وزير ووئيل د وزيراعظم وژن له مخې اصلاحات كوو دغسې چې په حكومت بار كم شي٬ايس او ايز اصلاحات كښې كوم هم وزارت ته استثنٰی ترلاسه نه ده٬ټولو وزارتونو ته د كاركردګۍ په بنياد كتلې كېږي٬د رائټ سائزنګ عمل په سپيځلې طريقه كېږي او د دې څخه به د حكومت كاركردګي ښه شي٬ ده ووئېل تر جون 2025 د رائټ سائزنګ عمل بشپړول دي۔په دې موقع بلال اظهر كياني ووئيل د ځينې وفاقي ادارو حجم زيات دے٬د دې ټول عمل بنيادي مقصد دا دے چې اخراجات كم كړې شي٬د رائټ سائزنګ مقصد د حكومت كاركردګي او فعاليت كښې اضافه كول دي٬وزيراعظم د دې ټول عمل څارنه كوي۔