داخله وزير محسن نقوي د سټیټ آف دی آرټ پاسپورټ اينډ اميګریشن هيډکوارټرز ودانۍ ٬ د اسلام آباد ريجنل پاسپورټ آفس پرانسته وكړه

image

اسلام آباد۔26دسمبر(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوی وګړو ته عصري آسانۍ وركولو لپاره د سټیټ آف دی آرټ پاسپورټ اېنډ امېګریشن هېډکوارټرز ودانۍ او د اسلام آباد ريجنل پاسپورټ آفس پرانسته وكړه۔ د پرانستې دستورې ته خپل خپل خطاب كښې وفاقي وزير اعلان وكړو چې د اسلام آباد ریجنل پاسپورټ آفس به اوس 24 ساعته پرانستے وي۔ ده وويل د ګرد هېواد په 14 ښارونو كښې د نادرا 24/7 مېګا سنټرز جوړ كړې شوي دي۔ محسن نقوی ووئيل په كراچۍ او لاهور كښې به هم ماډل پاسپورټ سنټرز جوړولې شي۔ ده ووئيل اوس به وګړو ته پاسپورټ په ټاكلې موده كښې وركولې شي۔ داخله وزير وويل مخكښې به د پاسپورټس د 6 ٬ 6 مياشتو بېك لاك كېدو كوم چې اوس ختم كړے شوے دے۔ محسن نقوی ووئيل اېف آئي اے د پاسپورټ دفتر څخه بهر د موجود ايجنټ مافيا په ضد كارروائي كوي۔ ده د ډي جي پاسپورټ او نورې عملې د كاركردګۍ ستائنه كولو سره هغوي ته مباركي وركره۔ د پرانستې په دستوره كښې چیئرمېن نادرا لېفټېننټ جنرل اېم منېر افضل، رفعت مختار راجه، چیف کمشنر اسلام آباد اېم علی رندھاوا، آئی جی اسلام آباد پولیس علی ناصر رضوی او نور اعلی چارواكي موجود وو۔ داخله وزير د پاسپورټ پروډکشن نوي سېكشنز هم دوره وكړه او د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكې عملې ته يۍ اعزازي شيلډ او نغد انعامونه وركړل۔

مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں