اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي لکي مروت سره نزدې په پوليس اهلکارو د ترهه ګرو د ډزو غندنه كړې ده،ده په پېښه كښې شهيدو شوو 2 اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړندې كولو سره د هغوي د كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كړې ۔د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل د شهيدو پوليس اهلکارو قربانۍ ته سلام كوو،په دې سخت وخت كښې د شهيدانو د كورنيو سره ولاړ يو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خېبر پښتونخوا پوليس د خپلو ځانونو قربانۍ په وركولو تاريخ رقم كړے،د هغوي قربانو ته د قدر په سترګه ګورو۔