زمونږ زيات ماشومان د غذا كمي سره مخ دي٬ د زياتره رنځونو تعلق د خوراك سره دے چې سبب ئې د علم كمے دے۔ ډاکټر فېصل سلطان

image

اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر فېصل سلطان وئيلي دي زمونږ زيات ماشومان د غذا كمي سره مخ دي٬ د زياتره رنځونو تعلق زمونږ د خوراك سره دے چې سبب ئې د علم كمے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په هېلته سروسز اكېډمي كښې د پوسټ ګرېجوېټ ډپلومه پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ده ووئيل ډېر څيزونه داسې رامخې ته شوي چې د ډېرو رنځونو تعلق زمونږ د خوراك څښاك٬ ناستې پاستې سره دے او مونږ څنګه د خپل صحت خيال ساتو٬ مونږ چې كوم خوراك كوٶ د ھغې پحقله مونږ څومره علم لرو۔ ده ووئيل زمونږ د ټولنې ھغه برخه چې غريبه نه ده هلته هم په يو تناسب د غذا كمے موجود دے۔ ده ووئيل دا مهال په هيلتھ سروس اکيډمۍ كښې 350 زده كوٶنكي دي او دا شمېره به تر 500 ډېره زر ورسولې شي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں