د كر كېلې څانګې ته جديد سهولتونه وركولو لپاره د پوهانو او كرندګرو ترمېنځه فاصله كمولو ته ضرورت دے : وفاقي وزير رانا تنوير حسېن

image

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د فوډ سېكورټي او ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په زراعت كښې د جديد ټيکنالوجۍ كارولو لپاره د پوهانو او سټيك هولډرز پشمول د ټاسك فورس په جوړولو د رضامندۍ څرګندوه كړې دغسې چې د فصلونو پېداوار زيات كړے شي۔ ده د دې “رضامندۍ څرګندونه د پاکستان د كر كېلې بدلون: د چيلنجز ترمېنځه تل پاتي ترقۍ او د جديد زرعي ټيکنالوجيز کردار” په موضوع ګول مېز كنفرنس كښې كړې د كوم تابيا چې تل پاتي پرمختګ لپاره پاليسي ادارې (اېس ډي پي آئي) او د فيډريشن آف ايوان هائے صنعت و تجارت (اېف پي سي سي آئي) په مشتركه توګه كړے ٶ۔ رانا تنوير حسېن ووئيل د زراعت څانګه د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري او د دې څانګې ترقۍ او په پېداوار كښې زياتوالي لپاره جديد ټيکنالوجي او جدت ته اړتيا ده۔ رانا تنوير اېس ډي پي آئي او اېف پي سي سي آئي ته ووئيل چې تاسو د كروندګرو تربيې او وسائلو وركولو لپاره وزارت ته خپل وړاندېزونه وركړې۔ ده ووئيل پېداوار كښې زياتوالي او د زراعت څانګې ته جديد سهولتونه وركولو لپاره د پوهانو او ځائي كروندګرو ترمېنځه فاصلې كمول ضروري دي۔ ده ووئيل وزيراعظم د كركېلې څانګې ته پام لرنه كوي او حكومت ځوانانو له د جديدې زرعي ټيکنالوجۍ تربيه وركولو لپاره د هغوي چين ته لېږلو لپاره فنډډ وركوي۔ په دې موقع د اېس ډي پي آئي ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر عابد قيوم سلهري ٬ د اېف پي سي سي آئي زراعت لپاره د مرکزي کميټۍ چيئرمېن چوهدري احمد جاويد٬ د اېف پي سي سي آئي د صدر سلاحكار ډاکټر افشاں ملك هم وېنا وكړه۔ د دې نه وړاندې د اېس ډي پي آئي محقق ډاکټر کاشف مجيد سالك د زراعت په څانګه كښې بدلون لپاره د بلو پرنټ سټډي تفصيلي پريزنټيشن وركړو۔ ده ووئيل دا مطالعه د اېف پي سي سي آئي په مرسته شوې وه او د دې سېمينار مقصد د ټيکنالوجيکل تبديلۍ ضرورتونه او د دې عملي نفاذ د مرستې د لارې پورا كول دي

مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں