د پاکستان او ماليزيا تجارتي اړيكو ته وده وركولو لپاره د مفاهمت څلورو يادښتونه لاسليك شول

image

اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان په موجودګۍ كښې په اسلام آباد كښې د پاکستان او ماليزيا تجارتي اړيكو ته وده وركولو لپاره د مفاهمت څلورو يادښتونه لاسليك شوېدي كوم چې د تجارت وزير جام كمال خان او د ماليزيا د تجارت وزير ترمېنځه د ملاقات نه وروسته لاسليك شول۔ وړومبۍ لوظنامه د فوجي ميټ لميټډ او د اېن ايس کے ترمېنځه د غوښې تقسيم٬ هول سېل او په پرچون كښې د منافع شراكتدارۍ لپاره په لېټر آف انټنټ (اېل او آئي) لاسليك شوې٬ دوېمه لوظنامه كښې ګوبي وي سي انويسټمنټ فنډ قسط بازار لپاره د درې لكه ډالرو لوظنامه شوې او د پاکستاني سټارټ اپس مرستې لپاره د 50 ملين ډالر فنډ جمع كولو د منصوبو اعلان شوې٬ د اېس اېن اے ايکيوټي له په ابتدائي توګه د 5 ملين ډالرو سرمايه كاري او د دې نه وروسته دا سرمايه كاري تر 15 ملين ډارلرو د رسولو اعلان شوې۔ په دې موقع د تجارت وفاقي وزير ووئيل دې لوظنامو سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي او كاروباري اړيكو ته لا وده ورسي او په سباون كښې به نورې لوظنامې لاسليك شي۔

مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں