د بجلۍ بل د مياشتو په وړومبو ورځو كښې د لېږلو تجویز ښه دے ۔ د قامي اسمبلۍ سپیکر

image

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي د اسمبلۍ غړي يو ښه تجویز راغلے چې د بجلۍ بل دې د مياشتي په وړومبو نيټو كښې لېږل باوري كړے شي دغسې چې تنخاه داره طبقه په آسانۍ سره بل ادا کولې شي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال ایم این اے شائسته خان تحریری ځواب نه پس په خپله ضمنی پوښتنه كښې ووئيل هڅه دې وكړې شي یا دې پالیسی جوړه كړې چې د مياشتي په وړومبو لسو ورځو كښې د بجلۍ بلونه ولېږلې شي، تنخاه دار طبقه ،غریب وګړي د مياشتي په پيل بل ادا کولې شي۔د قامي اسمبلۍ سپیکر په دې اړه ووئيل دا يو ښه تجویز دے په دې اړه به د توان وزير پخپله ځواب وركړي ۔د توان وزير په غير موجودګۍ كښې د صنعت و پیداوار وفاقی وزیر رانا تنویر حسین ایوان ته ووئيل د اسمبلۍ غړي دا تجویز به اړوند وزير ته ورسولې شي

مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں