وزیرِاعظم محمد شهباز شریف د سعودی عرب دوه ورځنۍ سرکاری دورې نه پس قطر ته لاړو

image

ریاض 30 اکتوبر (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف د سعودی عرب دوه ورځنۍ سرکاري دورې بشپړولو نه پس د ریاض څخه دوحه ، قطر ته لاړو۔د ریاض نائب ګورنر شهزادہ عبد الرحمن بن عبدالعزیز د شاہ خالد په هوائي ميدان وزیراعظم ته په مخه دې ښه اووې۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په دې موقع د پاکستان په سعودي عرب كښې سفیر احمد فاروق او د پاکستان او سعودي عرب اعلیٰ سفارتی افسران او اهلکار هم موجود وو۔ وزیراعظم په ریاض كښې 8م فیوچر انویسټمنټ انیشیټو (اېف آئي آئي) كښې كډون او خطاب هم كړے۔ وزیرِاعظم په فورم كښې د پاکستان د سرمایه كارۍ استعداد او د حکومت د اړخه معاشی اصلاحات ٬ کاروبار او سرمایه كارۍ سهولت لپاره پورته شوي اقدامات رامخې ته كړي۔ وزیرِاعظم د اعلیٰ سعودی قیادت او په خاص توګه ولی عهد محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره هم دوه اړخيزه ملاقات كړے چرته چې دوي د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته لا ودي وركولو په اړه خبرې كړي۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د خزاني وزير محمد اورنګزیب، د نجکارۍ وزير عبدالعلیم خان، د پټرولیم وزير ډاكټر مصدق ملك ، د تجارت وزير جام کمال خان او د اطلاعات او خپرونو وزير عطاء اللہ تارړ هم وزیراعظم سره ملګري وو۔

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں