پینډي 22 نومبر(اے پی پی)د پاك بحريه مشر اېډمرل نويد اشرف كراچۍ ايكسپو سينټر كښې د روان نړيوال دفاعي نندارتون او سيمينار آئيډياز 2024 دوره كړی او په نندارتون كښې شريكو غېر ملكي عسكري چارواكو٬دفاعي صنعت استازو او د نمائش ګډون كوونكو سره يې ملاقاتونه كړي۔د آئي اېس پي آر له مخې په ملاقاتونو كښې بحري دفاعي ټېكنالوجۍ كښې پرمختګ٬نړيوال دفاعي رجحان او د سباؤن مرستې په امكانات د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔اېډمرل نويد اشرف سيمه ايزې سلامتيا مستحكمولو كښې د نړيوالې شراكتدارۍ په اهميت زور راوړو ۔د پاك بحريه مشر ووئيل د آئيډياز 2024 پاكستان دفاعي صلاحيتونه زياتولو او نړيوالو دفاعي شراكتدارو سره مرستې ته د ودې وركولو د لوظ څرګندونه ده۔