د حكومت په ګتورو معاشي پاليسيو د سوداګرې او سرمايه كارې ورورولۍ د باور څرګندونه

image

اسلام آباد۔19نومبر(اے پی پی) په پاکستان اسټاک اېکسچېنج كښې د روانې تندۍ تر مخه د حكومت په معاشي پالېسيو د سوداګرې او سرمايه كارې ورورولۍ د باور څرګندونه كوي۔ د كاروباري اونۍ په دويمه ورځ په پاكستان سټاك اېكسچېنج كښې ښكاره ښه والے وليدلے شو چې په نتيجه كښې يۍ هنډرېډ انډېکس كښې 824 څخه د زياتو پوائنټس اضافه وشوه۔ د ټرېډېنګ په مهال هنډرېډ اندېكس د 95,820 كچې ته ورسېد۔ دا مثبت رجحان په ممكنه توګه د حكومتي معاشي اقداماتو او معاشي استحكام لپاره د كړو اصلاحاتو نتيجه ده۔ په اسټاک مارکیټ كښې دا ډول تندي د سرمايه كارو باور لا پياوړے كولل شي او دا معاشي پرمختګ لپاره يوه مهمه اشاره هم ثابتېدې شي۔ كه دا رجحان دغسې روان پاتې شو نو دا به د معيشت مجموعي بحالۍ او پرمختګ لپار يو د ډاډ وړ علامت وي

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں