د ماشومانو ژوند په غربت كښې تېرېدل يا د آفتونو سره مخ كېدل د انسانيت په ضمير داغ دے ٬ د ماشومانو سباؤن د موسمياتي آفتونوم ٬د آبادۍ په تناسب كښې بدلون او تكنيكي عدم مساوات سره مخ دے۔ ملګري ملتونه

image

ملګري ملتونه 21 نومبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئېلي دي په بدله شوې نړۍ كښې د ماشومانو سباؤن درېو لويو رجحاناتو پشمول د موسمياتي آفتونو٬ د آبادۍ په تناسب كښې بدلون او تكنيكي عدم مساوات سره مخ دے٬دا صورتحال به تر 2050 په ډرامائي توګه ماشومتوب ته نوے شكل وركړي۔دا خبره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش د ماشومانو نړيوالې ورځ په اړه په خپل پېغام ګښې كړی۔ده ووئيل دا هسې دهوكه ده چې په 21مه پېړۍ كښې به كوم هم ماشوم وږے ٬ نه لوستے يا د بنيادي صحت سهولت څخه محروم وي٬د ماشومانو ژوند په غربت كښې تېرېدل يا د آفتونو سره مخ كېدل د انسانيت په ضمير داغ دے۔ده ووئيل تر 2050 د ماشومانو موجوده كچه څخه 8 چنده سخته ګرمۍ سره مخ كېدل وي او د سېلابونو خطر 2000 لسيزې په مقابل كښې به يو په درې زيات شي۔د ملګرو ملتونو د اطفال ادارې ايګزېكټو ډائرېكټر کیتھرین رسل خبردارے وركړے چې ماشومان د موسمياتي ستونزو نه علاوه د آن لائن خطرو او بې شمېره بحرانونو سره مخ دي كوم به چې راتلونكو كلونو كښې نور هم زيات شي۔د آبادۍ په تناسب كښې د بدلونونو ذكر كولو سره ده ووئيل د 2050 په موده كښې به تر ټولو زيات ماشومان د افريقې او سوئېلي آسيا په منطقه كښې وي۔په كال 2024 كښې زيات آمدن لرونكو هېوادونو كښې د 95 فيصد څخه زيات خلق انټرنيټ ته رسنه لري او كم آمدن لرونكو هېوادونو كښې دا شمېره محض 26 فيصد ده۔په ټوله نړۍ كښې نزدې د 96 فيصد ماشومانو تر 2050 د پرائمري تعليم ترلاسه كولو هيله ده٬

مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں