اروپائي ايئر سيفټي ايجنسۍ د اړخه په پي آئي اے بندېز پورته كړی شوې۔خواجه محمد آصف

image

اسلام آباد 29 نومبر(اے پي پي)د دفاع او دفاعي پیداوار وفاقي وزير خواجه آصف وئېلي دي چې اروپائي ايئر سيفټي ايجنسۍ د اړخه په پي آئي اے بندېز پورته كړی شوې۔د دې بندېز نه پس به اوس ټول قام د اروپا هېوادونو ته په خپل قامي ايئر لائن كښې نيغ په نيغه مزل كولې شي۔د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په ويب سائټ ايكس خپل پوسټ كښې د دفاع وزير ووئيل چې آياسا په خپل مكتوب كښې د هوا بازۍ وزارت او پي آئي اے انتظاميه په باضابطه توګه خبر كړی۔د آياسا د اړخه د پي آئي اے ډلې او انتظاميې له د هغوي سخت سټينډرډ په پوره كېدو مباركي وركوم۔ده ووئيل د پي آئي اے انتظاميه به د آياسا او د هغوي په قوانين بشپړه عمل كوي۔د پي آئي اے انتظاميې د تېرو څلورو كلونو محنت نه پس دا كاميابي ترلاسه كړې۔

مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں