صارفين لپاره د عمومي ګرانۍ كمه كچه خوشبينه ده۔خرم شهزاد

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)د خزانې وزير صلاحكار خرم شهزاد دسمبر كښې صارفين لپاره د عمومي ګرانۍ كمه كچه خوشبينه ګرځولې ده ۔د شورو په ورځ په يو بيان كښې ده ووئيل دسمبر 2024 كښې صارفين لپاره د بيعو عمومي اشاريه(سي پي آئي) د 4.1 فيصد په كچه رېكارډ كړی شوې كومه چې 81 مياشتې پس د ګرانۍ كمه كچه ده۔نومبر كښې صارفين لپاره د ګرانۍ شرح 4.9 فيصد او تېر كال دسمبر كښې 29.7 فيصد وه۔ده ووئيل د مالي كال وړومبو شپږو مياشتو كشې د ګرانۍ اوسط شرح 7.2 فيصد كچې ته رسېدلې كومه چې د تېر كال په دې موده كښې 28.8 فيصد وه

مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں