مولانا فضل الرحمان سره د حكومتي مذاكراتي كمېټۍ وياند سېنېټر عرفان صديقي ملاقات٬د سياسي ګوندونو ترمينځه مذاكرات د جمهوري عمل مهمه برخه ده۔مولانا فضل الرحمان

image

اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي )د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان وئېلي دي چې ٬د سياسي ګوندونو ترمينځه مذاكرات د جمهوري عمل مهمه برخه ده٬د افهام او تفهيم څخه ډډه كول او د مذاكراتو څخه انكار غېر جمهوري رويه ده۔دا خبره ده د حكومتي اتحاد مذاكراتي كمېټۍ وياند او د مسلم ليګ(ن)لارښود سېنېټر عرفان صديقي سره په خپلو خبرو كښې وكړی چا چې د جمعې په ورځ د مولانا فضل الرحمان سره ملاقات كړی۔په دې مهال هغه د مولانا فضل الرحمان تپوس پوښتنه وكړه۔مولانا فضل الرحمان ووئيل لويې لويې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كېدې شي۔ده ووئيل پاكستان ته په اعتبار سره استحكام او شريك اتحاد ته اړتيا ده۔د كوم لپاره چې سياسي همغږۍ ته اړتيا ده۔سېنېټر عرفان صديقي مولانا فضل الرحمان د مذاكراتي عمل پېشرفت څخه خبر كړو۔ده د ديني مدرسو رجسټرېشن معامله په ښه ډول فعاله كولو د مولانا فضل الرحمان ھڅې وستائېلې۔

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں