محسن نقوي په ډېره اسماعيل خان كښې د خوارجي ترهه ګرو په ضد په كامياب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پیرزوئنې

image

اسلام آباد 10جنوری (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ډېره اسماعيل خان كښې د خوارجي ترهه ګرو په ضد په كامياب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پیرزوئنې وړاندې كړې دي ۔په خپل بيان كښې هغه د 5 خوارجي ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه۔ده ووئيل د پاكستان مېړنو امنيتي ځواكونو په وخت عمليات كولو سره د خوارجي ترهه ګرو ناوره عزائم خاوره كړي٬په امنيتي ځواكونو قام وياړ لري٬امنيتي ځواكونو د خوارجي ترهه ګرو په ضد ښكاره كاميابۍ ترلاسه كړې ۔محسن نقوي ووئيل د پاكستان اولس د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے٬د امنيتي ځواكونو كاميابو ته قام د قدر په نظر ګوري۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں