اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار ووئيل شنګھائي مرستي تنظيم (اېس سي او) غونډي لپاره ټولو ادارو او محكمو په شريكه مرسته ښه انتظامات كړې دي، پاكستان سيمه ايزي مرستي او رابطو ودي له لوظي دے،كوټلي پرمختګ لپاره سيمه كښې امن او استحكام ته اړتيا ده،يو سياسي ګوند د احتجاج كال وركولو سره اېس سي او ته د زيان رسولو هڅه كولو كښې بوښت دے،د قومي اهميت ايونټ په موقع احتجاج مثبت پيغام نه دے، پي ټي آئي بايد د احتجاج خپل كال بيرته واخلي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاءالله تارړ هم ده سره وو۔دې څخه وړاندې د اېس سي او مشرانو كنفرنس انتظاماتو جاج اخستلو له د واك اهتمام شوې ؤ ،نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار او د اطلاعات وفاقي وزير عطاءالله تارړ د واك قيادت كولو۔په دې موقع ميډيا سره خبرو كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل پاكستان د اېس سي او مشرانو غونډي ګډون كونكو هركلې كولو له چمتو دے،اېس سي او غونډه كښې غړو او مبصر هېوادونو مشران او مندوبين ګډون كوي،د هند خارجه وزير به هم په دې كنفرنس كښې كډون كوي۔ده ووئيل پاكستان د يو لوئ نړيوال ايونټ كوربتوب كوي۔ده ووئيل د چين وزيراعظم د پاكستان دوه اړخيزه دوره كوي،د هند د خارجه وزير د اړه د دوه اړخيزه ملاقات كوم خواست نه دې ترلاسه شوي،د اېس سي او سيكريټري جنرل به ميډيا ته كنفرنس په اړه بريفنګ وركوي۔ اسحاق ډار ووئيل د اطلاعات وزارت ، خارجه وزارت پشمول ټول اسټيك هولډرز د اېس سي او تيارو كښې خپلي ذمه وارۍ ترسره كوي، په دې د ټولو مننه كوم۔ نائب وزيراعظم ووئيل 2021ء راهسې افغانستان د اېس سي او په غونډو كښې ګډون نه دې كړې،د اېس سي او غونډي كوريج له د اطلاعات وزارت او پاكستان ټيلي ويژن انتظامات د ستائني وړ دي، پاكستان سيمه ايزي مرستي او رابطو ته ودي وركولو له چمتو دے۔ اسحاق ډار ووئيل پاكستان په نړيواله كچه د يواځي كولو مفروضے ختمي شوي ، د ملائيشيا وزيراعظم او سعودي پلاوي دورے كاميابي وي،پاكستان په ټول نړيوال فورمز د فلسطين او كشمير مسئلې پورته كوي او فلسطينيانو له د مرستي لېږلو سلسله جاري د۔