اسلاآباد ۔13 نومبر (اے پي پي )قومي ورثه او كلتور ډويژن تر سېوري لاندې لوك ورثه شكر پريا اسلام آباد كښې كلنه لس ورڅنۍ لوك مېله د خپلو كلتوري رنګونو سره روانه ده ٬ په دې مېله كښې د پاكستان د ټولو صوبو پنجاب ٬ سنده ٬ خېبر پښتنونخوا او د بلوجستان بشمول د آزاد كشمير اوګلګت بلتستان پوېلين جوړ كړے شوي چې پكښې د يادو شوو صوبو او سيمو د كلتور په زړه پورې عكاسي كېږي۔ په دې مېله كښې د لاسو جوړو كلتوري او روياتي څيزونو جامو پېزار٬ ټوپو ٬ پكولونو ٬ څادرو ٬ اجرك ٬ د مېرمنو شالونو او پېزار پشمول د قيمتي كاڼرو څخه د جوړو څيزونو او د سپينو زرو كالو پترو سټالونه هم شته كوم چې د ګډون كوونكو په خاص توګه د مېرمنو د خوښې سامان دے۔ دلته به موقع هم د لاس جوړ لوخي جوړولې شي او هنرمندان خپل هنر اولس ته منتقل كولو او د خپل كلتور په اړه خبرتيا پېدا كولو لپاره د اغستوونكو په وړاندې د خپل هنر ښائي۔دا هر څه د هېواد د كلي وال ژوند لارې چارې او د متنوع كلتور نه يوازې عكاسي كوي بلكې په دې صنعتي دور كښې د انسان د پوهې او ضرورت تر مخه د ژوند ضرورت لپاره د مختلف څيزونو جوړولو اهميت او خوند هم رامخې ته كوي۔ قدرت د انسانانو د صحت ضرورت لپاره لكه د نور ډېر څه مېوه دانه هم پېدا كړې چې د وجود متوازن او صحت منده ساتلو اسباب دي ٬ دا مېوه په بېلو سيمو كښې په بلا بېلو طريقو مخفوظه او اوچولې شي او بيا د ضرورت په وخت استعمالولې شي ٬ دغسې په دې مېله كښې د اوچې مېوې په خاص توګه د ګلګت بلتستان او د سوات د اوچې مېوې دانې سټالونه هم لګولې شوي چې پكښې غوزان ٬ خوبانۍ ٬ توتان ٬ اوڅكې ٬ بادام او نور څيزونه شامل دي