اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي پاکستان به د چین صنعتونو له زمكه وركوي، انفراسټرکچر، مارکیټ او د هغه زونز انتظام به هغوي پخپله كوي، صنعتی زونز لپاره به ون ونډو سهولت وركولې شي دغسې چې سرمایه کار د څه ډول ستونزو سره مخ نه شي،د زونز جوړول او سهولیات وركولو كښې به هيڅ ډول بے غوري ونه زغملې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ماډل سپیشل اکنامك زونز (اېس اي زیز) لپاره د ځايونو په ګوته كولو او د چین صنعتونه پاکستان ته منتقل كولو لپاره پالیسی فریم ورك په اړه د غونډي مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د بورډ آف انویسټمنټ چارواكو تفصیلی بریفنګ وركړو۔احسن اقبال ووئيل چین سره د جي ټو جي شريكي مرستې لا زياتولو ته اړتيا ده، پاکستان به د چین صنعتونو له زمكه وركوي، انفراسټرکچر، مارکیټ او د هغه زونز انتظام به هغوي پخپله كوي، صنعتی زونز لپاره به ون ونډو سهولت وركولې شي۔وفاقي وزیر سپارښتنه وكړه چې تر ټولو اول د ماډل صنعتي زونز لپاره د موجوده زمكې د مقدار تعین دې وكړې شي او د دغه زونز بنیادي سهولیات تفصیلی جاج دې واغستلې شي۔ده ووئيل صنعتی زونز په اړه پالیسی جوړولو له دې يو كوټلې کنسپټ نوټ جوړ كړے شي۔