اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د پاکستان او چین ترمينځه اقتصادي او تجارتي مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو د اولس په خاص توګه د سرمايه كارو او كاروباري ادارو ترمينځه به اړيكې زياتول وي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په بلاول هاؤس كراچۍ كښې د چين كاروباري پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه ٬ صوبائي وزيرانو او د چين قونصل جنرل هم ګډون وكړو۔ صدر مملكت د پاكستاني معيشت په بېلو څانګو كښې د چينائي سرمايه كارۍ په زياتولو زور راوړو۔ پلاوي د هېواد د روغتيا څانګې پرمختګ لپاره پاكستان كښې ميډيكل سټي جوړولو له د يو ارب ډالرو سرمايه كارۍ كښې خوښي ښكاره كړه۔ پلاوي د معيشت په بېلو څانګو په خاص توګه كركيله ٬ لائیو سټاک، توان، ټرانسپورټ او مېنوفېکچرنګ كښې سرمايه كارۍ كولو كښې د خپلې خوښې څرګندونه هم وكړه۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل پاكستان او چين يو بل سره د ملګرتيا پخوانۍ اړيكې لري٬ ده ووئيل ګوادر پورټ ته د يو سيمه ايز تجارتي او اقتصادي مركز په توګه ترقي وركول زما وژن ؤ۔ ده ووئيل ګوادر بندر ځايې سره به نه يوازې سيمه ايز تړون لا قوي شي بلكې سيمه ايز تجارت او اقتصادي مرسته به لا وده هم ومومي۔ ده ووئيل پاكستان به چينائي سرمايه كارو ته هركلے وائي۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان به چين سره اقتصادي اړيكو او كاروبار ته ترجيح وركوي۔ صدر ووئيل په سندھ كښې به د چينائي ژبې كورسونه معارفي كړې شي٬ د چينائي ژبې كورسونه به د پاكستان او چين ترمينځه د اولسي او كلتوري رابطو مضبوطولو پلو يو ګام ثابت شي۔