رياض 18دسمبر(اے پی پی)د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي په رياض كښې د سعودي عربيه كركټ فيډرېشن چيئرمېن شهزاده سعود بن مشعل السعود سره ملاقات كړے چې پكښې په سعودي عرب كښې د كركټ ودې او لوبغاړو ډوېلپمنټ په اړه د خيالاتو څرګندونه شوی۔د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي د سعودي عربيه كركټ فېډرېشن چيئرمېن ته د چيمپئنز ټرافي ټورنامنټ ميچونو كتلو لپاره د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه ۔د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي د كركټ ودې او سټيډيمز جوړولو په اړه د هر ممكنه مرستې وړاندېز وكړو ۔د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي د سعودي عرب لوبغاړو ته د تربيې وركولو هم وړاندېز وكړو ۔د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي ووئيل د كركټ ډوېلپمنټ لپاره پليئرز ايكسچېنج پروګرام پېل كولې شي۔سعودي عرب خپل رامخې ته شوي لوبغاړي پاكستان ته لېږلې شي او د كركټ ډوېلپمنټ او او سټېډيمز جوړولو په اړه بشپړه مرسته به كوو۔سعودي عرب د پاكستانيانو دوهم كور دے۔په مرسته خوشحاله شوے يم۔د سعودي عربيه كركټ فېډرېشن چيئرمېن ووئيل مونږ په پليئرز ډوېلپمنټ كار كوو۔سعودي عرب كښې په كركټ كښې نزدې 18 زره لوبغاړي دي۔سعودي عرب پی د ايشين كركټ كونسل چېلنج كپ هم ګتلے۔پاكستان سره د كركټ ودې لپاره په نزدې مرسته كار كول پكار دي