د وزیراعظم په مشرۍ كښې د هيواد معیشت په سم پلو روان دے، په بهرنو ادارو انحصار کمولو لپاره ځايې کیپټل مارکیټ مضبوطول دي ، سینیټر اسحاق ډار

image

کراچي۔ 8 جنوري(اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار وئېلي دي د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د هېواد معیشت په سم لوري روان دے ، په بهرنو ادارو انحصار کمولو لپاره مقامي کیپټل مارکیټ مضبوطول دي ۔ د دې خیالاتو څرګنونه ده د شورو په ورځ د پاکستان سټاک ایکسچینج دستورې ته خطاب کښې وكړه ۔ نائب وزیراعظم ووئېل 9 كاله وړاندې د نا كړې شوې د ټولو سټاک مارکیټونو د انضمام بوټے اوس يوه تناوره اونۍ جوړه شوې، په كال 2017 كښې د سیاسي عدم استحکام د لاسه د معیشت پايه اودرېدلې وه ۔ ده ووئېل په كال 2018 كښې سټاک مارکیټ د 100 ارب ډالره ؤ ۔ نائب وزیراعظم سینیټر محمد اسحاق ډار ووئېل د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې هېواد د دیوالیه كېدو نه وساتلے شو او د بهرنو سرمایه کارو په پاکستان باور زياتېږي۔ ده ووئېل چې كله د محمد نواز شریف حکومت ختم شو نو د قرضونو شرح د جي ډي پی 63 فیصد وه ، د كال 2018 نه پس پاکستان کښې د قرضونو شرح پرله پسې زياته شوه ۔ نائب وزیراعظم سینیټر اسحاق ڈار ووئېل په پاکستان سټاک ایکسچینج كښې په تابيا شوې دستوره كښې ګډون زما لپاره د خوشحالۍ باعث دے۔ ده ووئېل د وزیراعظم په مشرۍ كښې پاکستان په نړيواله ورورولۍ كښې به خپل د لاسه وركړے مقام بيا تر لاسه كړي ، لكه څنګه چې 27 كاله پس پاکستان كښې د شنګھائي مرستې تنظیم (ایس سي او) غوندې لويې ایونټ وكړے شو ۔ نائب وزیراعظم ووئېل د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كشې د هېواد معیشت په سم پلو روان دے۔

مضمون کا ماخذ : گولڈ رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں