د خپلواكۍ حق د كوم هم قوم بنيادي حق دے، كشميريان به د ملګرو ملتونو د اړخه منلې شوي د خپلواكۍ خپل حق تر ترلاسه كيدو هلي ځلي رواني ساتي، د كشمير مسئله د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د استصواب رائے د لارې په امناكه ډول حل كولو ته اړتيا ده۔ سردار اياز صادق

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د خپلواكۍ حق د كوم هم قوم بنيادي حق دے، كشميريان به د ملګرو ملتونو د اړخه منلې شوي د خپلواكۍ خپل حق تر ترلاسه كيدو هلي ځلي رواني ساتي، د كشمير مسئله د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د استصواب رائے د لارې په امناكه ډول حل كولو ته اړتيا ده۔د قومي اسمبلۍ سيكرټريټ ډائريكټوريټ جنرل آف ميډيا د اړخه د اتوار په ورځ په 5 جنوري د كشميريانو د خپلواكۍ حق ورځ په موقع په خپل پيغام كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د خپلواكۍ حق د كوم هم قوم بنيادي حق دې، كشميريان د تيرو 7 لسيزو راهسې د دې حق ترلاسه كولو لپاره هلي ځلي كوي، د كشميريانو د خپلواكۍ حق ورح د دې عزم د پخلي ورځ ده۔ده ووئيل كشميريان به د ملګرو ملتونو د اړخه منلې شوي د خپلواكۍ خپل حق تر ترلاسه كيدو هلي ځلي رواني ساتي، د كشمير مسئله د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د استصواب رائے د لارې په امناكه ډول حل كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل په 5 جنوري 1949 د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د كشميريانو د خپلواكۍ حق منلې ؤ،ملګرو ملتونو په 5 جنوري د استصوابِ رائے د لارې كشميريانو له د خپل سباؤن د پريكړې كولو حق حمايت كښې قرارداد منظور كړې ؤ۔ سردار اياز صادق ووئيل د كشمير مسئله د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د استصواب رائے د لارې په امناكه ډول حل كولو ته اړتيا ده، ملګري ملتونه دې د كشميريانو د خپلواكۍ حق په اړه په اړوندونو قراردادونو عملدرآمد لپاره ګامونه پورته كړي۔ده ووئيل هند په 5 اګست 2019 غير قانوني اقدامات سره د نړيوال قوانين خلاف ورزي كړي،پاكستان به د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو بشپړه حمايت روان ساتي، نړيواله ورورولي دې د كشميريانو بنيادي حقونو بحالۍ لپاره كردار ترسره كړي۔ده ووئيل جموں او كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ دې په سمدستي توګه بندي كړې شي۔د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل پاكستان د كشميريانو سره اوږه په اوږه ولاړ دے ، د كشمير مسئلې تر امناكه حل به پاكستان په ټول سيمه ايز او نړيوال فورمز د كشميريانو اخلاقي، سفارتي او سياسي حمايت روان ساتي۔

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں