اسلام آباد ۔31 دسمبر (اے پي پي) د پخواني صدر فضل الهي چوهدري د زېږېدنې ورځ به سبا د شورو په ورح په وړومبۍ جنورۍ نمانځلې شي ۔ فضل الهي چوهدري په وړومبۍ جنوري 1904 كښې په كومراله ٬ تحصيل كهاريا ضله ګجرات كښې پېدا شوے ؤ ٬ هغه د علي ګړه مسلم يونيورټي نه فارغ التحصيل ؤ ٬ د پاكستان په تحريك كښې هغه د مسلم ليګ د پلېټ فارم نه برخه اغستې وه او په 1940 كښې د پنجاب اسمبلۍ غړے ټاملے شوے ؤ ۔ د باكستان جوړېدو نه پس د تعليم وزير او د پنجاب د صحت وزير هم پاتي ؤ ٬ په 1956 كښې د مغربي پاكستان د اسكبلغ غړے ټاكلے شوے ؤ او د اسمبلۍ سپيكر پاتي ؤ ٬ دغس ې په 1962 كښې او په 1965 كښې د قامي اسمبلۍ غړے پاتي ؤ او بيا پرله بسې په دغه موده كښې د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر هم ؤ۔ په 1970 كښې د پاكستان پېيپلز پارټي په تكټ په دريم ځل د قامي اسملۍ غړے وټاكلے شو او اول د اسكبلۍ سپيكر او بيا د پاكستان صدر وټكلے شو۔ هغه په دې چوكۍ تر 16 ستمبر 1978 پاتي ؤ ٬ صدارتآ ټاكنې هغه د نېشنل عوامي پارټي كانديد امير زاده خان نه ګټلې وې ۔ فضل الهي چوهدري وړومبي جون 1978 په حق رسېدلے او خپل كلي كښې خاور ته سپارلے شوے ۔ د فضل الهي چوهدري په سالګره كښې به د هغه خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولې شي