د پي ټي آئي د مذاكراتو ميز ته راتلل لوے پيشرفت دے ٬ مونږ پراخه زړه سره دا معامله مخ په وړاندې بوتلل غواړؤ ٬ سينيټر عرفان صديقي

image

اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) په سېنېټ كښې د پاكستان مسلم ليګ (ن) پارليماني لارښود او د حكومت د مذاكراتي كمېټۍ وياند عرفان صديقي وئيلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف د مذاكراتو مېز ته راتلل يو لوے پېشرفت دے٬ حكومت ددې اقدام ستائنه كړې ده او پراخه زړه سره دا معامله مخ په وړاندې بوتلل غواړي٬ مذاكرات د مسئلو حل دے او د دې د كاميابۍ امكانات موجود دي۔ تېره شپه يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې كښې ده ووئيل زمونږ سترګې د جنورۍ 2 مې نېټې ته دي ٬ دوئي به خپل چارټر آف ډيمانډ راوړي٬ حكومتي كمېټي به د مطالبو جاج اخلي او ممكنات او مشكلات ته به كتلې شي۔ ده ووئيل غواړم چې پي ټي آئي د 31 جنورۍ ډېډ لائن څخه وړاندې خپل معاملات ترسره كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د مذاكراتي كمېټۍ په اولنۍ غونډه كښې فريقېنو په دې اتفاق كړے دے چې كمېټۍ څخه د بهر لارښودو بيانونه بايد په مذاكرات اغېز ونه لري۔ ده وويل كه دواړه كمېټۍ كومې نتيجې ته ورسي نو مونږ به تجاويز ولرؤ كوم به چې مخ په وړاندې بوتللې شي۔ عرفان صدیقی پارليمنټ څخه بهر پي ټي وي سره خبرو كښې ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود جمهوري رواياتو ته وده وركولو له د خپل ګوند د عزم پخلے وكړو۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن) د مسئلو حل كولو او د هېواد مخ په وړاندې بوتللو له څو څو وارې تعميري خبرې كړې دي۔ ده ووئيل مونږ د پاكستان تحريك انصاف بهترۍ لپاره د مذاكرات بلنه وركړې ده٬ مسلم لیګ (ن) معاشی استحکام ترلاسه كولو له چارټر آف اكانومي تجويز كړے دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې مذاكراتي كمېټي به د جمهوري تګلارو له مخې خبرو له اپوزيشن سره رابطه كښې پاتې كيږي۔ عرفان صديقي ووئيل معاملات لا پېچلې جوړول د حكومت په حق كښې نه دي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں