اسلام آباد۔10جنوری (اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د روان كال 2025 حج لپاره د روزانه اجرت په بنياد 4 مياشتو له په بېلو څانګو كښې د 48 كسانو د خذماتو ترلاسه كولو پرېكړه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د مذهبي چارو وزارت د وياند له مخې په 4 كېټيګريز كښې د روزانه اجرت په بنياد درخواست جمع كوؤنكي به ټېسټ او انټرويو له 28 څخه تر 30 جنورۍ د مذهبي چارو وزارت ته سهار 9 بجې رابللې شي۔ د ډېټا پروسېسنګ اسسټنټ 20 چوكو له ټېسټ او انټرويو به په 28 جنوري او د نائب قاصد 4 آسامو له په 30 جنوري كيږي۔ ډېټا پراسېسنګ اسسټڼنټ له د عمر حد 18 څخه تر 28 كاله او نورو چوكو له 18 څخه تر 25 كاله مقرر كړے شوے دے۔ خذمات ترسره كولو كښې خوښي لرونكي په 15 ورځو كښې د مذهبي چارو وزارت د وېب سائټ د لارې آن لائن درخواستونه جمع كولې شي۔