وطن لپاره د پاك پوځ 10 ځوانان خپل ژوند قربانولو سره د شهادت رتبه ترلاسه كړې٬ د عسكرو شهادت په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان د قربانو عكاسي ده۔ د پاك پوځ وياند مېجر جنرال آصف غفور

image

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ وياند مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي چې وطن لپاره د پاك پوځ 10 ځوانان خپل ژوند قربانولو سره د شهادت رتبه ترلاسه كړې٬ د عسكرو شهادت په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان د قربانو عكاسي ده۔ د خالي په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې ده ووئيل چې په قبائيلي سيمو كښې د امن نه پس اوس پولې محفوظ كوو٬ په بلوچستان كښې عدم استحكام پېدا كوونكي قوتونه به ماتې خوري۔ وطن لپاره 10 شهيدان ژوند قربان كړے۔ د يادونې وړ ده چې په پاك افغان پوله د پولې له بلې خوا د پاك پوځ په ګزمه په ډزو كښې 6 ځوانان او د بلوچستان په تربت او هوشاب كښې د عملياتو په مهال د ترهګرو په ډزو كښې د اېف سي بلوچستان افيسر پشمول 4 ځوانان شهيدان شوي دي۔

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں