د وزيراعظم عمران خان د فرانس اولس مشر اېمانل مکرون سره ټېلي فوني خبرې

image

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د فرانس اولس مشر اېمانل مکرون په ټېلي فوني خبرو كښې د مقبوضه جمو و کشمير صورتحال ، د مقبوضه کشمير متنازعه حيثيت او د ډيمو ګرافك ډهانچې بدلولو لپاره د هند د غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو نه خبر كړې ۔ ده ووئيل د هند دا اقدامات د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل په مقبوضه كشمير د قراردادونو او د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده ٬ د هند لخوا شوې كاروائۍ د منطقې امن او سلامتيا لپاره لوے خطر دي۔ ده د فرانس اولس مشر مقبوضه جمو و کشمير كښې د لاك ډاٶن نه هم خبر كړو چې په سوب ئې په مقبوضه جمو و کشمير كښې اولس ستونزو سره مخ دے۔ وزيراعظم د فرانس اولس مشر د اګست د 5مې نيټې څخه د لګولې شوې كرفيو له امله د بنيادي بشري حقونو د خرابېدونكي صورتحال٬ د مقبوضه جمو و کشمير اولس د سلامتيا او تحفظ په اړه هم خبر كړو۔ د فرانس اولس مشر ووئيل فرانس د مقبوضه جمو و کشمير صورتحال ته د نزدې نه ګوري۔ هغه په سوله ايز ډول د اوږدې مودې مسئلې هوارولو په اهميت زور رواړو۔ وزيراعظم عمران خان د افغان امن روغې جوړې عمل كښې د پاكستان د هلو ځلو نه هم د فرانس اولس مشر خبر كړو۔ د فرانس اولس مشر په افغانستان كښې د امن پحقله د پاكستان د مثبت كردار ستائنه وكړه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې دواړه مشران د منطقې امن او سلامتيا لپاره په ګده كار كولو ته هم سلا شول۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں