راځئ چې د خپلو مشرانو وګړو د ځانګرو خذماتو اعتراف وكړو،د هغوي خېر ښېګړې له خپل عزم تازہ کړو۔ سینیټر اعظم نذیر تارړ

image

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ ووئيل كله چې مونږ په 01 اكتوبر د خپلو مشرانو وګړو نړيواله ورځ لمانځو نو مونږ بايد دا موقع غنیمت ګڼلو سره د خپلو مشرانو وګړو د حقونو او وقار تحفظ عهد وكړو، راځئ چې د خپلو مشرانو وګړو د ځانګرو خذماتو اعتراف وكړو ، د هغوي خېر ښېګړې له خپل عزم تازہ کړو ٬ زمونږ مشران وګړو قیمتی تجربه او انمول بصیرت نه يواځي د ټولني لپاره مهم دي بلكه قوم ته پېښو منفرد چیلنجونو پيژندلو او حل كولو كښې هم بنیادی کردار ترسره كوي۔د مشرانو وګړو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وفاقی وزیر ووئيل دې اړه د بشري حقونو وزارت بشپړه هڅي كوي چې د مشرانو وګړو د حقونو تحفظ لپاره قانونی ډھانچے او سماجی پالیسۍ قوي كړې شي،زمونږ د هڅو محور بنیادی خذمات تر رسنه ، شعور بيدارول او د يو داسې ماحول تخلیق دے كوم سره چې د مشرانو وګړو د فعال شرکت حوصله كېږي،د نن كړكيچنو مسئلو حل کولو سره مونږ په دې خبره پوهه يو چې زمونږ مشرانو وګړو معاشرتی پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړې۔دې نه ځانله په دې م سئلو قابو موندلو له حکومت، سول سوسائټي او نجی څانګي ترمينځه مرستي ته اړتيا ده دغسې چې زمونږ مشران وګړي خپل ځان محفوظ او قدر یافته محسوس کړي۔ دا زمونږ د ټولو اجتماعی ذمه واري ده چې د هغوي د ضروریاتو خیال وساتو او هغوي د ټولني مهمه برخه وګڼلې شي،راځئ چې په ګډه د خپلو مشرانو وګړو احترام وكړو او دا خبره باوري كړو چې هغوي له هغه عزت او وقار وركړې شي د كوم چې هغوي حقدار دي۔

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں