ڼريواله ورورولي دي د اسرائيلي جارحيت لاره نيولو له كردار ولوبوي٬ د فلسطين د مسئلې له حل پرته په مينځني ختيز كښې په خاص توګه او په نړۍ كښې په عمومي توګه امن په ځايې كيدې نه شي، د سياسي ګوندونو مشرانو ټول ګونديز كنفرنس كښې څرګندونې

image
APP59-071024 ISLAMABAD: October 07 – All Parties Conference (APC) on Palestine and Gaza at Aiwan-e-Sadr. APP/ABB

اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) فلسطين او په غزه كښې د اسرائيلي جارحيت غندنې او فلسطيني اولس سره د يوالي څرګندونې لپاره په ايوان صدر كښې په رابللې شوي ټول ګونديز كنفرنس كښې ګډون كوٶنكو د سياسي ګوندونو مشرانو په غزه كښې د اسرائيل لخوا د نسل كشۍ په سختو ټكو غندنه كولو سره په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې ھغوي دې د اسرائيلي جارحيت لاره نيولو لپاره كردار ولوبوي٬ د فلسطين مسئلې حل نه غېر په مېنځني ختيز كښې په خاص توګه او په نړۍ كښې په عمومي توګه امن نشي راتللے ۔ ټول ګونديز كنفرنس د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف په مشترکه صدارت كښې رابللے شوې ؤ٬ کنفرنس ته خپله وېنا كښې د مسلم ليګ (ن) صدر او پخواني وزيراعظم نواز شريف ووئيل د فلسطين په بې ګناه وګړو ظلمونه كېږي دا د تاريخ بدترين مثال دے٬ د اسرائيلي جارحيت په ضد خاموشي د انسانيت ناكامي ده، لوے لوے نړيوال قوتونه د اسرائيل پشا ولاړ دي٬ بايد دغه نړيوال قوتونه هم فكر وكړي٬ كه ملګري ملتونه د فلسطين او کشمير په مسئلو پخپلو قراردادونو عمل نشي كولې نو د داسې ادارې څه فائده ده، اسلامي هېوادونه لوے قوت لري٬ اسلامي نړۍ له په ګډه د غزه او فلسطين په صورتحال پرېكنده اقدامات كول پكار دي۔ كنفرنس ته د وېنا په مهال د جماعت اسلامي پاكستان امير حافظ نعيم الرحمن ووئيل اسرائيل په يو كال كښې په غزه كښې 85 زره ټنه بارود ورولي چې په نتيجه كښې ئې د 80 نه تر 90 فيصده ودانۍ په بشپړه توګه ړنګې شوې دي٬ لس زره سړي٬ مېرمنې او كوچنيان د ملبے لاندې شوي٬ د 42 زره نه زيات كسان چې پكښې 30 زره ماشومان هم شامل دي شهيدان شوي، 173 خبريالان، 900 ډاکټران او پيرا ميډيکل سټاف شهيدان شوې دي۔ حافظ نعيم الرحمن ووئيل په دې ټول عمل كښې د نسل کشۍ نه سېوا هېڅ نشو وئيلي۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو ته د وېنا په مهال وزيراعظم شهباز شريف درست وئيلي ٶ چې اسرائيل د فلسطين نسل كشي كوي٬ امير جماعت اسلامي ووئيل د انصاف په نړيوال عدالت كښې هم دا خبره ثابته شوې ده چې اسرائيل د فلسطيني اولس نسل كشي كوي، جوماتونه او كليسا هم په نښه كوي٬ دا د انسانيت په ضد بدترين عمل دے كوم چې اسرائيل كوي او دا د عامې و ژنې نه غېر هېڅ نشي بللې كېدې۔ ده ووئيل دې كفنرنس څخه يو مشتركه موقف وړاندې كول پكار دي او په موقف قائم پاتې كېدل پكار دي چې دا د اسرائيل بدترين جارحيت دے٬ په جنيوا کنونشن كښې د نسل كشۍ چې كوم تعريف شوې دے ھغه چې په كوم هم رياست يا قابض ډلې په كوم هم ځائ كښې قتل عام كوي ھغې ته نسل كشي وئيلې كېږي او په جنيوا كنونشن كښې ګډون كوٶنكي 150 هېوادونو ذمه واري ده چې ھغوي د اسرائيل د جارحيت لاره نيولو لپاره كردار ولوبوي۔ د مسلم ليګ (ق) لارښود او د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن ووئيل وزيراعظم د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د وېنا په مهال د پاكستان موقف په بشپړه توګه وړاندې كړې، مونږ له په فلسطينيانو د ظلمونو مخنيوي په خاص توګه د ماشومانو د شهادتونو لاره نيولو لپاره اقداماتو ته اړتيا ده٬ د فلسطين مسئلې حل ته به پام كول وي٬ مونږ له د عمل وړ اقداماتو د لارې بې ګناه فلسطينيان بچ كول دي۔ د استحکام پاکستان پارټۍ مشر او وفاقي وزير عبدالعليم خان مونږ له د فلسطينيانو مرستې لپاره سفارتکاري فعاله كول پكار ده او اسلامي نړۍ دې يو موټې شي٬ د لويديز پشمول نړيوالې ورورولۍ له په دې معامله خپله بې حسي ختمول پكار دي او د فلسطين مسئلې حل لپاره هڅې ګړندۍ كول پكار دي۔ د اېم کيو اېم لارښود او وفاقي وزير خالد مقبول صديقي ووئيل پاكستان له په سفارتي كچه په فلسطين خپل موقف وړاندې كولو لپاره پلاوي اسلامي هېوادونو سره سره روسيه او چين ته هم لېږل پكار دي٬ د فلسطين تعليمي ادارې ړنګې شوې دي٬ اوس به يوازې په سکالر شپ كار نه كېږي٬ مونږ له به خپل پوهنتونونه د فلسطين زده كوٶنكو لپاره پرانستل وي ۔ ده ووئيل فلسطين لپاره به اوس عملي اقدامات كول وي۔ د بلوچستان عوامي پارټۍ مشر خالد مګسي ووئيل د فلسطين اولس سره د يوالي څرګندونه كوٶ او د اسرائيل د ظلمونو غندنه كوٶ٬ د دومره ظلمونو باوجود اسرائيل د مظلوم فلسطينيانو حوصلے ماتې نه كړې شوې۔ د عوامي نېشنل پارټۍ مشر ايمل ولي خان ووئيل په فلسطينيانو ظلمونه بندېدل پكار دي٬ بايد مونږ د حقيقت پسندۍ مظاهره وكړو٬ فلسطينيان او کشميريان په دواړو ظلمونه كېږي۔ د نيشنل پارټۍ لارښود جان محمد بليدي ووئيل اسرائيل اخلاقي، سياسي او انساني اقدارو تر پښو لاندې كړيدي ٬ په مېځني ختيز كښې جنګ په خپرېدو ښكاري، مونږ بايد د جنګ لاره نيولو لپاره سفاررتي ذريعې وكاروؤ٬ په غزه كښې چې د اسرائيل څومره هم غندنه وشي كمه ده٬ ملګري ملتونه په نړۍ كښې امن او انصاف كښې پاتې راغلي دي۔ د اېم ډبليو اېم مشر علامه ناصر عباس ووئيل اسرائيل د فلسطين په خاوره غاصبانه قبضه كړې٬ فلسطينيان په حقه دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں